د پاکستان پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ د پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان په بېلابېلو پېښو کې پنځه امنیتي چارواکي او درې ماشومان وژل شوي دي.
د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه امنیتي چارواکي تابوت پر خپلو اوږو پورته کړی.
د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ نن خبرپاڼه کې ويلي، په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې کوچني وريرونه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي.
په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه زيات مهال د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.