پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چې تېره شپه د پاکستان تر واک لاندې د کشمېر مظفراباد سېمې ته څېرمه یو موټر د تېز تګ له امله چپه شوی او کندې ته لوېدلی، چې پکې د ښځو په ګډون ۱۳ کسان مړه شوي دي.
پولیسو رسنیو ته ويلي، چې په مړه شویو کې ۸ نارينه، ۴ ښځې او يو ماشوم شامل دي.
پاکستاني رسنۍ زیاتوي، په دغه ترافيکې پېښه کې دوه نور کسان هم ټپيان شوي دي.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې د پېښې قربانیان يې ځايي روغتون ته رسولي.