د اذربایجان جمهور رییس الهام علي اوف د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) نېټه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو ويلي، چې الهام علي اوف به په اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په يو خبر کې ويلي، چې د دې سفر موخه د اسلام اباد او باکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو تړونونه هم لاسلیک شي.
تر دې مخکې د پاکستان، ترکیې او اذربایجان مشرانو په قزاقستان کې د یوې غونډې په څنډه کې په اقتصادي او تخنیکي برخو کې پر درې اړخیزو همکاریو ټینګار کړی و.
د پاکستان لومړي وزير د اذربایجان ولسمشر ته په وروستۍ کتنه کې وویل، چې هېواد یې د پاکستان او اذربایجان ترمنځ ژورو کلتوري، تاریخي او مذهبي اړیکو ته ارزښت ورکوي.