په کشمیر کې د وسله والو په برید کې ۵ هندي پوځیان ووژل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د هند د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د جمو او کشمیر په کاتوا سیمه کې د وسله والو کسانو د پوځ پر کاروان د برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه هندي پوځیان وژل شوي دي.

راجنات سینګ وویل چې د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي او سرتیري په سیمه کې د سولې او نظم د راوستلو هوډ لري.

د راپورونو له مخې په دغه پوځي کاروان د دوشنبې په ماسپښین د ۱۸ کسانو له خوا برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه ټپیان شول.

د یکشنبې په ورځ د کشمیر په مدگرام او فریسال چینیګام کلیو کې په وسله والو نښتو کې دوه هندي سرتیري او شپږ وسلوال ووژل شول.

په کشمیر کې چې زیاتره نفوس یې مسلمانان دي، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هند پر ضد په جګړه بوخت دي او په دغو جګړو کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

هند پر پاکستان تور لګوي چې په سیمه کې د اورپکو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

نور خبرونه

رادیو