پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په خیبرپښتونخوا کې د روان کال په شپږو میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ۶۴۰ عملیاتو کې د ټيټيپي ۲۹۷ وسلهوال وژل شوي دي.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، د روان کال په جنورۍ کې د دغې صوبې په ١٣ ولسواليو کې ٤١، په فبرورۍ کې ۵۵ او په مارچ کې ۵۲ وسلهوال وژل شوي او د تېرې مياشتې پرتله په اپرېل او مې مياشت کې ۵۵-۵۵ وسلهوال وژل شوي دي.
ورته مهال د پاکستان سيټيډي اداره وایي، سږ کال له ۱۴۰۰ څخه زیاتو عملياتو کې ۱۲۴ ترهګر وژل شوي دي.
د امنيتي سرچينو په وینا، په شمالي وزيرستان کې ۱۱۲ جنګیالي، په ډېره اسماعيل خان کې ۴۶، په ټانک کې ۳۲، په لکي مروت کې ۳۰، خيبر کې ۲۴ او په سوېلي وزيرستان کې ۱۸ جنګيالي وژل شوي دي.
په قبايلي سيمه باجوړ کې ١٠، په پېښور او بنو کې ۷-۷، په کرمه، کوهاټ او سوات کې ۳-۳ او په مردان کې دوه وسلهوال وژل شوي دي.
له بل پلوه تحریک طالبان پاکستان ټيټيپي دوه ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو په ۴۹۷ برېدونو کې ۴۸۳ پوځیان وژلي، ۶۴۹ تنه یې ټپیان کړي او درې یې ژوندي نیولي.