مولانا فضل الرحمن: که حکومت غواړي د امن لپاره عملیات وکړي، نو نا امني به ورسره زیاته شي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، که حکومت غواړي په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له لارې سوله او امن ټینګ کړي؛ خو په دې دې پوه شي چې نا امني ورسره نوره هم زیاتېدای شي.

نوموړي پرون په کوټه کې یوې سیاسي غونډې ته وویل، چې تېرو تجربو ته په کتو دغه شان عملیات د ګټې پر ځای تاوانونه ډېر لري او د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن نور هم زیاتولی شي.
هغه وایي، په تېر کې چې کله د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ځينو سیمو کې په بېلابېلو نومونه پوځي خوځښتونه کړي، ورسره هغه سیمې نورې هم نا امنه شوې او همدا اوس هم له ماښام وروسته حکومت په دغو سیمو کې واک نه لري او هلته د وسله‌والو ډلو راج چلېږي.
هغه د پاکستان پر پوځ نیوکه وکړه، چې د پوځي عملیاتو پرېکړې په خپل سر کوي؛ خو وروسته یې بیا پړه پر سیاست‌والو اچوي.
مولانا فضل الرحمن حکومتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې اساسي قانون ته دې درناوی وکړي، د سیاست‌والو مشورو ته دې غوږ ونیسي او پوځ دې له خپلسرو کړنو لاس په سر شي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې د دغه هېواد د دفاع وزیر د دغو عملیاتو سره د عمران خان د پلویانو مخالفت د ترهګرو ډلو سره خواخوږي بللې وه او دا یې هم ویلي و، چې دغه خلک د پاکستان لپاره د خیر پر ځای د شر غوښتونکي دي.

نور خبرونه

رادیو