باوري سرچینې وايي، د مولانا حکیم الله په نوم د ټي ټي پي یو قوماندان د افغانستان په کونړ ولایت کې نا څرګندو وسله والو په ډزو وژلی.
ويل کیږي، دغه قوماندان د خیبرپښتونخوا د ملاکنډ ډویژن لپاره د ټي ټي پي د کمیسیون غړی و.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (غبرګولي۳۰مه) وویل چې د تحریک طالبان پاکستان دغه جګپوړی قوماندان لومړی د کونړ ولایت له سرحدي ولسوالۍ دانګام څخه تښتول شوی او بیا د شنبې په ورځ د روانې میاشتې ۲۶مه په مرموز ډول وژل شوی و.
سرچینې وايي، د دغه قوماندان مړی د کونړ ولایت مرکز اسداباد په نږدې سیمو کې موندل شوی.
ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ټي ټي پي یو شمېر کسان په نښه او وژل شوي.
په دې وروستيو کې په کونړ، خوست، کندهار، پکتيکا او غزني کې د ټي ټي پي يو شمېر مشران په نښه شوي او وژل شوي خو د طالبانو حکومت په دې اړه چوپه خوله پاتې دی.
د پاکستان حکومت او پوځ تل د طالبانو حکومت تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پټنځایونه ورکړي او د ټي ټي پي وسله واله ډله له هغه ځایه د پاکستان په نا امنه کولو بوخته ده.
ځینو طالب چارواکو له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو کتنو پر مهال هغوی ته ژمنه ورکړې چې د ټي ټي پي کسان به په افغانستان کې فعالیت ته نه پریږدي او له پاکستان سره به ښه ګاونډيتوب پالي.