پولیس: د پنجاب په جهلم کې د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر وسله والو ترور کړی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

پولیس وايي، د پاکستان پنجاب صوبې په جهلم کې د دغه هیواد د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر برید جنرال امیر حمزه د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوی.
ويل کیږي، له ده سره په موټر کې ناسته د هغه مېرمن او لور یې ټپیانې شوې دي.

د پاکستان پنجاب پولیسو رسنیو ته نن سه شنبه د (غبرګولي ۲۹مه) ویلي چې د دغه هیواد د پنجاب صوبې په جهلم کې مخ پټو څلورو تنو موټر سایکل سپرو وسله والو د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر په ډزو وواژه او له هغه سره په موټر کې ناسته مېرمن او لور یې ټپیانې کړې.
پولیسو ويلي، وسله وال د برید له سیمې تښتېدلي او د پېښې ټپیانې د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوې دي.
د پنجاب پولیس وايي، د دغې پېښې انګېزه نه ده معلومه او په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.
د برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

نور خبرونه

رادیو