د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات وايي، افغان کډوال له پاکستان څخه په جبري توګه او له ایرانه بیا په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه له ۳زرو ډېر افغان کډوال راستانه شول.
یاد وزارت وايي، ۲۴۷۷ تنه ایران مېشتي افغان کډوال تېره ورځ په خپله خوښه او جبري توګه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شول.
دغه وزارت د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان وو، چې د کورنیو د موندلو په موخه په هرات کې د وارچایلډ ادارې ته سپارل شوي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۵۹۹ تنه افغان کډوال بیا په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د کډوالو وزارت وايي، ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۹ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې او ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۰ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې.
دغه وزارت وايي، د پاکستان او ایران څخه راستانه شوي یو شمېر اړمن کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې یوازې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.