د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یو پلاوي په مشرۍ چین ته سفر وکړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سه شنبه (د غبرکولي ۱۵مه) چین ته ولاړ.
تر دغه سفر وړاندې د نوموړي په مشرۍ په لاهور کې یوه غونډه وشوه، چې په کې د چين د دغه سفر په اړه د سلا مشورو تر څنګ په اړونده مسايلو له ګڼو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې وشوې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلی شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د چين له ولسمشر ، د دغه هېواد د لومړي وزیر او یوشمېر چینايي سوداګرو او د کمپنیو له خاوندانو سره لیدنې کتنې وکړي.

چین له پاکستان سره له ډېرې مودې را هیسې نږدې اړیکې پالي؛ خو له هغه مهاله چې په دغه هېواد کې پر چینايي وګړو د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي، نو ورسره د اسلام اباد او بیجېنګ په راشه درشه کې سوړوالی راغلی.
اسلام اباد هڅه کوي، چې له بیجېنګ سره دفع اړیکې له پخوا تودې وساتي او په دې توګه د هغه هېواد پانګه‌وال دې ته وهڅوي چې دغلته پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو