د ۲۰۲۴ شل اوریز نړېوال جام کرېکټ سیالۍ د امریکا او کاناډا په لوبه پیل شوه. دغه لوبه کوربه هیواد امریکا له کاناډا څخه د اوو ویکېټو په لوی توپير وګټله.
نن دویمه لوبه په ویسټ اینډیز کې د پياینجي او ویسټ اینډیز تر منځ ترسره کیږي.
دغه سیالۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا په ډالاس لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د امریکا ملي لوبډلې وګټله او د کاناډا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د کاناډا لوبډلې د نوتیټ ډالیوال د ۶۱ منډو، نکولاس کیرتون ۵۱ منډو او شریاس مووا د ۳۲ ناسوځېدلو منډو په مټ په شلو اوریونو کې د امریکا لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.
د کوربه هیواد امریکا لوبډلې د کاناډا له لوري د ۱۹۵ منډو هدف د لوبې په اتلسم اور کې پوره کړ او له کاناډا څخه یې د اوو ویکېټو په توپیر لوبه وګټله.
په دغې سیالۍ کې د امریکا د ملي لوبډلې توپ وهونکي ارون جونز په ۴۰ بالونو ۹۴ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې او د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه انډریس جونس ۶۵ او مانانک پټیل ۱۶ د امریکا په ګټه ۱۶ منډې جوړې کړې.
د ۲۰۲۴ کال د نارینهو شل اوریز نړېوال جام دویمه سیالۍ نن په کوربه ویسټ اینډیز کې د پياېنجي او ویسټ اینډیز لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.
سږنی نړېوال چام د ویسټ اینډیز او امریکا په کوربه توب ترسره کیږي.