له تېرو درې ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د دوو امنیتي کمرو حیرانونکي ویډیوګانې خپریږي؛ چې په رڼا ورځ په مزارشریف ښار کې د وسله والو سړي تښتونکو له لوري یو ماشوم تښتول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ماشومانو د تښتولو پېښې کېږي.
که څه هم طالبان د امنيت د ټينګښت ادعاوې کوي، خو دا ډول پېښې ښيي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې ورځ تر بلې زیاتیږي.
له هغه وروسته چې پر طالبانو د امنیت په برخه کې نیوکې ډیرې شوې، دغې ډلې د کابل په پارکونو کې څو تنو خپلو ملګرو ته د پیسو بنډلونه په کڅوړو کې اچولي وو او د نمایش په ډول یې غوښتل خلکو ته وښيي چې په ښارونو کې امن دی او خلک ډیرې پیسې له ځان سره ګرځولی شي.
جنايي پېښې، مرموزې وژنې، غلا او انسان تښتونې هغه پېښې وې چې د افغان ولس له بندې مرۍ یې د طالبانو په وړاندې غږ راپورته کړ او طالبان یې نقد کړل چې د ډاډمن امنیت له دعوې سره سره خلک له دغو پېښو کړيږي او ژوند یې سوکاله نه دی.
کومو پېښو د افغانانو نیوکې راپورته کړې؟
مزار شریف
طالبانو ته ورته ناپېژاندو وسله والو د یکشنبې ورځ د ۱۴۰۳کال د غبرګولي شپږمه په مزارشریف کې د یوه سوداګر حاجي عبدالله پنبه پلورونکي زوی، د ښوونځي له لارې په زور موټر ته پورته کړ او ویې تښتاوه.
د دغې پېښې ویډیوګانې د یوه کور د امنیتي کمرو له خوا ثبتې شوې وې او په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې. د طالبانو یوه امنیتي مسوول په غږیز فایل کې منلې چې تښتونکو د طالبانو په څېر جامې اغوستې دي.
کابل ښار
د ۱۴۰۳کال د غوايي ۲۳مه په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې په یوه پېښه کې یې «درې غله» وژلي او یو یې ټپي کړی، طالبانو ویلي وو چې دغو کسانو د کابل ښار د پنځمې حوزې افشارو سیمه کې د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت له یوه کور څخه سره زر «غلا» کړي وو.
کابل ښاریانو بیا د طالبانو دغه خبره رد کړې او ویلي یې وو چې دغه کسان بېګناه وو او طالبانو د غلا په تور د وژلو پلمه ورته جوړه کړه.
کابل - هرات
د ۱۴۰۳د وري په ۱۵مه په کابل کې وسله والو سړي تښتونکو د مصور په نامه یو شپږ کلن هراتی ماشوم کابل کې تښتولی و او بیا یې وژلی و چې تر اوسه پورې یې نه تښتونکې ډله ونیول شوه او نه یې د وژلو انګېزه معلومه شوه.
بامیان
د ۱۴۰۳ کال د غوایي میاشتې په ۲۸مه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د ډزو په پایله کې درې اسپانویان او درې تنه افغانان وژل شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د څلور بهرنیانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
په بامیانو کې پر بهرنیو وګړو وروستي برید په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولي دي او یو شمېر هیوادونو په پرله پسې ډول خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو او ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر نه کوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله په پرله پسې ډول ادعا کوي چې په افغانستان کې «امنیت» ښه دی او له بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي چې دغه هیواد ته د سیاحت لپاره سفر وکړي.
ننګرهار
د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په نهمه په ننګرهار کې د طالبانو د امنيتي مسوولانو ویلي وو، چې په دې ولایت کې یې په لسو مياشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴۴۷ کسان نيولي، چې ۳۶ یې ښځې دي. طالبانو ویلي وو، چې په نيول شويو کسانو کې ډېری يې په جنايي جرمونو تورن دي.
ننګرهار
د ۱۴۰۲ کال د مرغومي درېیمه په ننګرهار کې د پوهنې ریاست د یوه پخواني کارکوونکي انګار مومند زوی الیاس مومند چې شپږ کلن و، د تښتوونکو له خوا تښتول شوی و چې د ډېرو پیسو د نه ورکړې له امله یې درې ورځې وروسته مړی وموندل شو.
په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د تښتونو پېښې زیاتې شوي دي، له دې وړاندې هم دوه سوداګر د تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو، همدا راز د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال هم په جلال باد ښار کې وژل شوی و.
ټول هیواد
د ۱۴۰۲ کال د تلې ۳۰مه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له اتو زرو څخه زیاتې جنايي پېښې ثبتې شوې دي.
طالبانو ويلي و چې د دغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل کې تر ټولو ډېرې جنايي پېښې شوې دي.
طالبانو وړاندې ویلي وو، چې په یادو پېښو کې د وژنې ۹۳۵ پېښې، د شوکمارۍ ۱۱۲ پېښې، د غلا دوه زره او ۵۰۲ پېښې، د وسله والو غلاوو ۳۶۲ پېښې، د جنسي تېري ۱۸۲ پېښې، د تښتونې ۲۱ پېښې، د توکو د قاچاق ۵۸ پېښې، د وسلو د قاچاق ۵۵ پېښې او د وړو او لویو جرمونو ۴۲۸۲ نورې پېښې ثبتې شوې. چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان نږدې ۵۸ زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل ښار
د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې په ۲۱مه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې یې څلور انسان تښتوونکي وژلي دي، خو له سیمې باوري سرچینې بیا ویلي وو، چې وژل شوي ټول ولسي وګړي او له انسان تښتونې سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.
د کابل د سید نور محمد شاه مېنې (کارته نو) سیمې اوسېدونکو وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او د لویو بار وړونکو لاریو ډرېوران بللي چې په رخصتۍ راغلي و.
هرات
د ۱۴۰۲ کال لړم په لومړۍ نېټه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په هرات کې د ګذرې ولسوالۍ د اوسیدونکي ډاکتر محمد رفیع رفعت ويډیو خپره کړې وه چې خپله ډاکتر وايي د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوی و او ۹۶ ساعته له هغوی سره یرغمل و چې د ده په خبره د طالبانو استخباراتي کسانو راخلاص کړ.
کندهار
د۱۴۰۲ کال د کب میاشتې ۲۶مه طالبانو په کندهار کې د غلا او انسان تښتونو د مخنيوي لپاره د تورو هیندارو پر ګاډو بنديز لګولی او هم یې له خلکو وغوښتل چې ناپېژانده ښځې دې کورونو ته نه ور پرېږدي.
وروستيو کې په کندهار کې غلو په جلا پېښو کې یو طالب او یو ولسي وګړی وژلی. دوی په ځینې پېښو کې د ښځو په مرسته غلا کوي.
په دې پېښو کې له کورنو غلا، د سړک او کورونو له سره د موټرونو تښتول او د وسلې په زور له سړیو او ښځو پيسې او سره زر اخيستل شامل دي.
تر دې دوه ورځي مخکې د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې غلو د نصيب الله په نوم کس ويشتلی او وژلی و او پيسې یې ترې وړې وې.
له دې پېښې وروسته د ټولنیزو رسنيو ډېری کارونکو پر طالبانو نيوکې وکړې، چې د امنيت او جنايي پېښو په مهارولو کې پاتې راغلي.
کندهار
د ۱۴۰۳ کال د غوايي په ۱۷مه کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې په شاولي کوټ ولسوالۍ په ښکته سوزنيانو کلي کې د نور محمد په نوم د يوه کس مړی په ونه کې ځوړند موندل شوی او یو بل کس د کندهار په پنځمه حوزه کې په ډزو وژل شوی دی. په کندهار کې مرموزې او هدفي وژنې تر پخوا زياتې شوې او ښاریان يې هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.
کندهار
د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۱۰مه د هغه ماشوم مړی وموندل شو چې یوه میاشت وړاندې د کندهار ښار له پنځمې ناحیې څخه تښتول شوی و. د دغه ماشوم د کورنۍ غړو په کندهار کې رسنیو ته ویلي و، چې ماشوم مزمل نومېده او مړی یې د کندهار د پنځمې ناحیې په سالون خان چمن کې د یوه پله لاندې موندل شوی.
د دغه ماشوم د تښتولو په اړه د هغه د کورنۍ غړو د طالبانو له وېرې حال نه وایه. تر دې وړاندې هم له کندهاره د ورته پېښو راپورنه خپاره شوي وو؛ خو طالبان یې په اړه رسنیو ته څه نه وايي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې تل د امنیت ټینګښت د خپلې واکمنۍ ستره لاسته راوړنه یاده کړې وه؛ خو په دې وروستیو کې د جنايي او مرموزو وژنو د پېښو ډېرېدو د طالبانو هغه ادعاوې ناسمې ثابتې کړې، او رسنۍ یې د طالبانو له وېرې په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي.
اوس پوښتنه داده چې دغه وژنې او جنايي پېښې څوک او ولې کوي؟
د۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي وو چې د طالبانو ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور دغې ډلې خپلو زندانونو ته اچولي دي. سرچینو ویلي، چې یو شمېر بندیان د پیسو په بدل کې د سړي تښتونو په تور نیول شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د تښتوونکو له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي، خو د خلکو تر منځ داسې انګیرنې او ګنګوسې دي چې تښتوونکي د طالبانو غړي وو. همدارنګه افغانستان انټرنشنل هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، قتل، سړي تښتونو او جنسي تېريو کې لاس لري.
طالبان په ټولنه کې د خپل انځور بد وړاندې کېدو له وېرې نه غواړي دا هر څه ټولنې ته څرګند شي. د طالبانو حکومت ولسي خلکو ته د (غلا، تښتونو، زنا، لواطت، نامحرمو اړیکو او داسې نورو) په تور سزا ورکوي خو تر اوسه پورې یې خپلو کسانو ته د دا ډول تورونو په اړه د سزا کوم راپور نه دی خپور شوی.
روڼ اندي په دې اړه څه وايي؟
سیاسي شنونکي او د حالاتو څارونکي تر ډېره بریده په دې باور دي چې د ښارونو مهارول په زور نه بلکې د قانون په حاکمیت، منظم امنيتي پلان او قوي مدیریت کیږي، او هغه حکومتونه چې په خلکو باندې په زور حکومت کوي کله هم نه توانیږي چې امنیت ډاډمن کړي. کله چې یو حکومت خپل اساسي قانون ونه لري او له خلکو سره د ټوپک په خوله خبرې کوي نو هلته به خلک له حکومت سره واټن نیسي او په جنايي پیښو کې به له پولیسو سره همکاري خو پرېږده بلکې لا په جنايي پېښو لاس پورې کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، د طالبانو ډله دا مهال له خلکو سره له زوره کار اخلي، شکنجه کوي یې، وژني یې او زندانونو ته یې اچوي نو په دې سره د خلکو تر منځ پر دوی بارو کم شوی او ورځ تر بلې نظم ګډوډیږي او جنايي پېښې زیاتیږي. «کله چې ښاري جغرافیه پراخه شي، نفوس ډیر شي، نو هلته د خلکو مهارول هم ستونزمن کیږي، په تېره بیا هغو حکومتونو ته چې هغه ناکام وي او په ټوله معنا خلکو ته د خدمت کولو جوګه نه وي، او د خلکو په رټلو او سانسورولو باور ولري، او د زور له لارې په خلکو واکمن وي، یعنې د خلکو په خوښه نه وي راغلی، د حکومت او خلکو تر منځ واټن وي نو بیا په داسې وخت کې خلک له حکومت سره همکاري نه کوي.»
ښاغلی ننګیال وايي، کله چې د یوه حکومت او خلکو تر منځ اړیکې نه وي، خلک باغيان کیږي او له دې سره د جرمونو کچه لوړیږي او مهارول یې هم ګرانیږي، هغه وړاندې وايي، «کله چې یو حکومت خلکو ته کار پیدا نه کړي، خلکو ته خدمت ونه کړي او د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شي، لکه اوس چې په افغانستان کې کوم حالت روان دی، نو په داسې وخت د خلکو له لوري جرمونه کول یوه طبیعي خبره ده، امکان لري چې انسان تښتونې، وژنې، غلاوې او داسې نور په لویو ښارونو کې ډیر شي، همدا لامل دی چې جرمونه د پخوا پرتله ډیر شوي او طالبان یوازې په رسنیو کې د خپراوي مخه نیسي. که څوک د خراب امنيتي وضعیت په اړه نظر ورکړي او یا رسنۍ پرې راپور خپور کړي طالبانو هغه کس نیسي او رسنۍ یې سملاسي تړي.»
نجیب ننګیال وړاندې وايي، د دې پر ځای چې طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوی اقتصادي حالت ښه کړي برعکس دوی لګیا دي خلک په هر ډول چې وي ځپي یې او زندانونو ته یې اچوي چې بیا په غبرګون کې خلک په نورو جرمونو هم لاس پورې کوي. هغه زیاتوي، «که وګورو د طالبانو له زندانونو څخه ښه څرګندیږي، چې په دوه نیمو کلو کې د طالبانو په زندانونو کې د شل زرو په شاوخوا کې خلک بندیان دي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال که ځیر شو په سیاسي زندیانو سربېره د شلو کالو په موده کې همدومره خلک بندیان وو، نو همدغو شمېرو ته په کتو موږ ته څرګندیږي چې د جنايي جرمونو کچه څومره لوړه ده، او که په دغو شمېرو کې سیاسي بندیان دا بیا تر هغه لوی ناورین دی چې طالبان لا هم د تېر حکومت له کارکوونکو غچ اخلي، نو له هر اړخه څخه چې ورته وګورو امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، خلک اندیښمن دي او د طالبانو حکومت په ټوله معنا پاتې راغلی.»
که چیرې شته حالات همداسې روان وي؟
دا مهال په ټول افغانستان کې امنیتي او جنايي پیښې، مرموزې وژنې، غلاوې، سړي تښتونې په لویه کچه روانې دي، طالبان د دغو ټولو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي، د طالبانو حکومت د خلکو په اقتصادي بد وضعیت سربېره له دوی عشر او ملا ماتوونکې مالیې اخلي او پر دوی د خپلې خوښې هر څه مني، خلکو ته خدمتونه نه وړاندې کوي او د دې پر ځای چې د کار زمینې ورته برابرې کړي هغوی ځپي او له هيواده یې وتلو ته اړ باسي، که چیرې روان ترینګلی حالت همداسې پسې وغځیږي نو د دې احتمال شته چې خلک د دوی پر وړاندې راپورته شي او له شته وضعیت څخه د وتلو لپاره د دوی حکومت نسکور کړي.