د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ تېره شپه سنرایرز حیدراباد لوبډله د راجستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، چې د دغه لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړي.
سنرایرز حیدراباد لوبډله به سبا شپه په پایلوبه کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
تېره شپه سنرایرز حیدراباد لوبډلې راجستان لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه او د راجستان لوبډله یې د ۳۶ منډو په توپیر ماته کړه.
د ای پي اېل پایلوبه سبا مازیګر د کابل په وخت ۵:۳۰ بجې پیلېږي.
په دواړو مخکښو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.
په کلکته لوبډله کې رحمان االه ګربز او الله محمد غضنفر او په سنرایزرز حیدراباد کې بیا فضل الحق فاروقي د دغو لوبډلو سره لوبېږي.
تمه کېږي، چې سبا شپه په پایلوبه کې د خپلې لوبډلې د هڅونې لپاره فلمي اداکار شاهرخ خان هم له خپلې کورنۍ سره ګډون وکړي.