پاکستاني رسنیو ویلي، چې یوازې د می میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې (د غويي له ۱۲مې تر ۲۱مې) څه باندې لس زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي.
په اېستل شویو کسانو کې ۳ زره ۲۱۴ ښځې او دوه زره ۸۰۵ ماشومان شامل دي.
د پاکستاني رسنیو راپورونه ښيي، چې له دغه هېواد څخه د اېستل شویو افغانانو شمېر ۵۶۷ زرو تنو ته رسېږي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې، چې دوی په دې هېواد کې "د اوسېدو قانوني اسنادو پرته" خلک شړلي دي؛ خو په رسنیو کې د هغو افغان کډوالو د اېستل په اړه چې د اوسېدو کره اسناد هم لري، راپورونه خپاره شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته د طالبانو د انتقامي اقداماتو له وېرې یو زیات شمېر پخواني دولتي مامورین او افغان مدني فعالان پاکستان او ایران ته کډه شول.
ډېری یې د تېر حکومت کارکونکي او سرتېري دي، چې په موقتي توګه په پاکستان کې تر هغه وخته پاتې کیږي، چې په لویدیځو هېوادونو کې د دوی د پناه غوښتنلیکونه منل شوي نه وي.
په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په وروستیو میاشتو کې بې ساری دی.
په همدې حال کې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړیکې په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله خړې پړې شوې، چې اسلام اباد یې "پاکستاني طالبانو ته په افغان خاوره کې پناه ورکړې" بولي.