د تهران د املاکو د اتحادیې منشي وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون له مخې "بې اسنادو" افغانان نه شي کولای کور واخلي او یا یې په کرایه ورکړي.
سعید لطفي پر هغو افغانانو نیوکه کړې، چې د ایراني وګړو په نوم کور اخلي او په خپل منځ کې تړون لیکي.
سعید لطفي په ایران کې له «انتخاب» رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د مقرراتو له مخې موږ اجازه نه لرو چې غیر ایرانیانو ته کورونه او دوکانونه په کرایه ورکړو».
د ښاغلي لطفي په وینا، "بې اسنادو" افغانان نه شي کولای کور واخلي، خو دوی د یوه ایراني په نوم کور اخلي او په خپل منځ کې تړون لیکي. "دا پیښې په ۲۲ سیمو او د تهران په ختیځ کې ډیرې لیدل کیږي."
د تهران د املاکو د اتحادیې سکرتر وايي چې افغانان که د "ګرځېدو کارت، پاسپورټ او د پوليسو جواز چې په ايران کې د دوی د اوسېدو رسمي جواز ولري، د کور کرايه کولو وړ دي."
د سعید لطفي په وینا، د هغو کسانو د اسنادو کاپي چې په ایران کې اوسیږي د څارنې لپاره د اسلامي جمهوریت مقاماتو او پولیسو ته استول کیږي.
هغه د دې په بیانولو سره چې په وروستیو کلونو کې یو زیات شمیر افغانان ایران ته داخل شوي دي، ادعا وکړه: "دا خلک ممکن په خپل منځ کې داسې ډلې جوړې کړي چې ستونزې را منځته کړي."
د تهران د املاکو د مشاورینو د اتحادیې مرستیال داوود بیګنزاد هم د غويي په ۱۲مه وویل: که د املاکو مشاورین "د بهرنیو وګړو اسناد د تصدۍ ادارې ته وسپاري نو د قانون د نهمې مادې له مخې د سوداګرۍ اتحادیې د قانون د ۸۱ مادې اجرایوي مقرراتو له مخې به ورسره چلند وشي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د وري په ۲۰ مه وویل، چې د افغانانو لپاره په ایران کې د نور اوسیدل امکان نه لري او هغه افغان کډوال چې د اوسیدو جواز نه لري وېستل کیږي.
که څه هم ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه مرستې ترلاسه کوي، خو ایراني چارواکي وايي چې دغه مرستې کافي نه دي.