د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې له ایرانه تر ۲زرو ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه ستانه شوي دي.
دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۲زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ایرانه د غویي په ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، په راستنو شویو کسانو کې چې کورنۍ او جره ګان هم پکې شامل وو ۳۲۰ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
د دغه وزارت په خبره، په دوی کې ۲۵تنه بې سرپرسته ماشومان هم د خپلو کورنیو د پېژندلو په موخه د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت په یوه بل خبر کې راغلي، چې له پاکستانه هم تر زرو ډېر کډوال په جبري توګه ستانه کړای شول.
دغه وزارت لیکلي، چې د غویي په ۶مه او ۷مه نېټه یو زرو ۲۴۳ کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو ستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت په وینا، ۱۳۹ کورنۍ چې ټولټال ۷۵۱ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه امریت په خبره، دغه کډوال په کډوالۍ اداره کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
ورته مهال بیا د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت وایي، ۱۰۱ کورنۍ چې ټولټال ۴۹۲کسان کېږي د تورخم له لارې په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.
د دغه امریت په خبره، دغه کډوال د کډوالۍ اداره کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
له بل پلوه پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله، چې کارتونه لري.
د جمعې په ورځ د پاکستان کابینې د پي او ار کارت لرونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.
پاکستان وايي، د دې کارت د مودې په غځولو سره کډوال کولې شي چې زدهکړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.