سما ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۵مه) راپور ورکړی، چې دغه شمېر کډوال د وري له ۲۵مې څخه د غويي تر درېیمې له پاکستانه اړول شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې، د کډوالو دغه ۲۶۷ کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو برخو اېستل شوي چې ګڼو یې پرته له اسنادو په پاکستان کې ژوند کاوه.
راپور وايي، په دوی کې ۲۹۶۷ تنه یې نارینه، ۱۸۳۴ تنه یې مېرمنې او ۲۲۴۰ تنه یې ماشومان وو.
که څه هم چې پاکستاني چارواکو د وري ۲۷مه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو اعلان کړی و؛ خو اوس داسې ښکاري، چې د یو لړ نړۍوالو بنسټونو د غوښتنو له امله یې دغه بهیر هغه شان چې ویل کېده نه دی پیل کړی.
پاکستاني چارواکو ویلي وو، په دویم پړاو کې یې هغه افغانان په نښه کړي چې د (اې سي سي) یا د افغان اوسېدونکو کارټونه لري چې شمېر یې ۸۸۰ زره تنو ته رسېږي.
پاکستاني چارواکو د تېر کال د نومبر په میاشت کې د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې له نیم مېلیون زیات افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره اېستي وو.
د پاکستان د دغې نوې پرېکړې په اړه ګڼو نړۍوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو نېوکې وکړې، چې په اوسنیو شرایطو کې په دې شمېر کې د افغان کډوالو اېستنه ښايي په افغانستان کې بشري ناورین زیات کړي او له پاکستانه یې غوښتي، چې په دې برخه کې له زغمه کار واخلي.
بل پلو د بشري حقونو بنسټونو هم پر پاکستان غږ کړی و، چې د دغو افغانانو ډېر شمېر یې په افغانستان کې له ګواښونو سره مخامخېدای شي او د دوی اېستل د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف چاره ده؛ باید ترېنه ډډه وشي.