د غنا په پلازمینه کې له یوې ځوانې نجلۍ سره د انیمیسم مذهب د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده په دغه هېواد کې د خلکو غوسه راپارولې او ځینو خلکو یې د نیولو غوښتنه کړې ده.
یاد عالم د تېرې شنبې په ورځ اکرا ښار ته څېرمه په دودیزو مراسمو سره له دغې نجلۍ سره واده وکړ.
ددغه دیني عالم ویاند ویلي، چې دا واده د معنوي مرستې په موخه شوی دی.
د دغه واده د مراسمو انځورونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه درلودل او د ماشومانو د حقونو د مدافعینو د غوسې لامل شوی دی.
په غنا کې د واده کولو قانوني عمر ۱۸ کاله دی.
د دغه دیني عالم د واده د مراسمو یوه ویډیو په رسنیو کې خپره شوې، چې پکې لیدل کېږي یو شمېر مېرمنې ۱۲ کلنې ماشومې ته وايي، چې د مېرمنې وظیفې ترسره کولو ته چمتو شي او د خپل مېړه لپاره د هغې؛ د جنسي جذب د زیاتېدو لپاره له هغو عطرونو استفاده وکړي چې ورته ډالۍ شوې دي.
رسنیو راپور ورکړی، چې د غنا پولیسو اوس دا نجلۍ پېژندلې او هغه او مور به یې د څېړنو تر پایه پورې د دوی تر ملاتړ لاندې وي.
د نونګوا بومي ټولنې مشران چې هم دا نجلۍ او هم یاد دیني عالم په دوی پورې مربوط دي، له دې واده سره یې د خلکو مخالفت وغانده.
د راپورونو له مخې، د غنا ۱۹ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې او ۵ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده کیږي.
په غنا کې د جنسیتي برابرۍ، ماشومانو او د ټولنیزو ملاتړو پخوانۍ وزیره او فعاله نان؛ا اويیه بامپو ادو د سې شنبې په ورځ فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې حکومت باید سمدستي په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړې د دې په ټینګار سره چې دودیز دودونه د غنا له قوانینو او اساسي قانون سره مطابقت نلري، زیاته کړه؛ هغه څه چې پیښ شوي یو جنایت او غیر قانوني عمل دی.
د غنا لويې څارنوالۍ په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
دغه دفتر د یوې بیانیې په ترڅ کې ویلي: «که دا تورونه ثابت شي، کیفري جرم دی او له ټولو اړونده کسانو سره باید قانوني چلند وشي .»
د یاد دیني عالم په دفاع کې د نوموړي ویاند وایي: «دغه دیني عالم دمګړی درې ښځې لري، د نوې مېرمنې رول یې دا دی چې په معنوي دندو کې ورسره مرسته وکړي او دا واده د جنسي روابطو په اساس نه دی شوی.»
د نوموړي په وینا، د واده شوې نجلۍ حقوق تر پښو لاندې شوې نه دي او هغه دغه راز ښوونځي ته ځي.