ډیلي رکورډ ورځپاڼې لیکلي، چې سکاټلنډ د طب په برخه کې ۲۰ افغان نجونو ته تحصیلي بورسیې ورکوي.
بریټانیا او سکاټلنډ هوکړه کړې، هغو نجونو ته چې په افغانستان کې له زدهکړو بې برخې شوې په سکاټلنډ کې د دوی د زدهکړو د بهیر د بشپړولو لپاره تحصیلي ویزې ورکړي.
د راپور له مخې دغه نجونې به د ابردین، دانډي، اډینبورګ، ګلاسکو او سنت انډروز د طب په پوهنځیو کې خپلې زدهکړې بشپړې کړې.
ویل کېږي، چې دغه زدهکړیالانې به د تحصیلي ویزو د ترلاسه کولو لپاره له افغانستانه د باندې ښایي په پاکستان کې د بریټانیا له سفارته خپلې وېزې تر لاسه کړي.
د دغو نجونو د تحصیلي بورسیو په اړه ویل کېږي، چې هغوی به د سکاټلنډ د کورنیو زدهکړیالانو په څېر زدهکړې کوي. په دې مانا چې هغوی به فیسونه نه ورکوي او لګښت به هم پرې نه راځي.
د لېنډا نورگرو بنسټ هغه مرستندویه اداره ده، چې د دغو نجونو لپاره یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د دغه بنسټ یو چارواکي جان نورگرو ویلي:« موږ خوشاله یو، چې اوس دغه نجونې سکاټلنډ ته راتلای شي او خپلې زدهکړې بشپړولای شي.»
طالبانو د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنځی تړلي او د هغوی پر زدهکړو یې بندیزونه لګولي دي.