د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوسټن پوهنتون به د فبرورۍ په ۲۷مه د "افغان ښځو اقتصادي مقاومت" په اړه غونډه جوړه کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري او ټام ویسټ د دې غونډې له تنظیموونکو څخه دي.
په دغه غونډه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن هم وینا وکړي.
دا غونډه به د "افغان ښځو د اقتصادي مقاومت د اېتلاف" په چوکاټ کې جوړه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه اېتلاف د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې پیل کړ.
د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، دغه غونډه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې جوړه شي.
د غونډې تنظیموونکو ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغان مېرمنو د اقتصادي پراختیا، متشبثینو او ښوونې او روزنې د چټکتیا لپاره پر اړینو پانګونو، مشارکت او پالیسیو تمرکز وشي.