کرېکت بورډ: د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

AP ۱۴۰۲ کب ۱

د دغې لومړۍ درجې ولایتي سیالۍ د پرانیستې مراسم په کندهار کې تر سره شول، چې په دغو سیالیو کې به ۱۲ لوبډلې د کندهار په ګډون په څلورو بېلابېلو ولایتونو کې یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

د کرېکټ بورد اداره وايي، د سه شنبې په ورځ د (کب لومړۍ) نېټه یې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل کړې.
د یادو سیالیو د پرانیستي مراسم په کندهار کې تر سره شول.
د کورني کرېکټ مسوولین وايي، هره لوبډله به په ګروپي پړاو کې پنځه لوبې تر سره کړي او له دواړو ګروپونو څخه دوه، دوه مخکې لوبډلې به د یادو سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کابل لوبډله د لغمان لوبډلې پر وړاندې، دویمه لوبه اې سي سي بي اېلیون د خوست ب لوبډلې پر وړاندې او درېیمه لوبه لوګر د ننګرهار ب لوبډلې په وړاندې لوبېږي.
دا سیالۍ به د مارچ تر شپږمې نیټې دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو