د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له زرو زیات افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.
دغه وزارت وايي، یو زر او ۴۲۵ افغان کډوال له ایرانه د هرات ولایت د اسلام کلا پولې له لارې راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت تېره ورځ دوشنبه د (سلواغې۳۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې د یکشنبې ورځ د افغان کډوالو دغه ۱۴۲۵ تنه چې کورنۍ چې هم پکې شاملې وې د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هيواد ته راستانه کړل شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې په دغو کډوالو کې ۴۶ تنه بې سرپرسته ماشومان هم وو چې د دوی د کورنیو د موندلو په موخه په هرات کې د وارچاېلډ موسسې ته وروپېژندل شول.
د دغه وزارت د خبر له مخې د اسلام کلا د سرحدي امر د معلوماتو پر بنسټ، په يادوشويو کسانو کې، ۳۰۳ تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال دفتر او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شول.
تېره اوونۍ هم له ايران څخه یو زر او ۶۱۴ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا او نیمروز له پولو څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي وو.
هماغه تېره اوونۍ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې په تېرو دوو اوونیو کې له ګاونډیو هيوادونو ایران او پاکستانه له ۵۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت وياند عبدالمطلب حقاني ویلي د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۴۵ زره یې له ایران او شاوخوا پنځه زره کډوال له پاکستانه هيواد ته راستانه شوي چې د کډوالو اړوند مرستندویه سازمانونو ورسره لومړنۍ مرستې کړې دي.