د افغانستان موټرسايکل ځغلونې لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د موټرسایکل ځغلونې فدراسيون مسولين وایي، چې ۱۸ کسيزه لوبډله يې د سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه.

طالبانو په دې سياليو کې د افغان لوبډلې د بري هيلې ښودلې دي.

په افغانستان کې د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د موټر سايکل ځغلونې ۱۸ کسيزه غښتلې لوبډله يې ټاکلې او په پاکستان کې به په نړۍوالو سياليو کې برخه واخلي.

د موټرسایکال ځغلونې په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان برخه لري.

دغه سيالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.

د افغانستان د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ سيالۍ به د سې شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې د کراس او کوهستان په سبک کې پيل شي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست؛ دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰زيات لوبغاړي لري.

نور خبرونه

رادیو