افغانستان د سریلانکا په وړاندې د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳۰

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه شل اوریزه لوبه نن شپږ بجې په رینګرې ډامبالا نړېوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د سریلانکا لوبډلې د څلورو منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملې لوبدله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې په وړاندې نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) د افغانستان په وخت شپږ بجې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي.

دوه ورځې وړاندې د لومړنۍ لوبې پر مهال افغانستان د لوبې پچه وګټله خو د سریلانکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغان توپ اچونکو فضل الحق فاروقي او نوین الحق د ښه توپ اچونې په پایله کې د کوربه سریلانکا ټوله لوبډله د لوبې په ورستي اور کې وسوځوېدله او افغان لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

خو افغان توپ وهونکو ونه شوای کولای چې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی ۱۶۱ منډو هدف پوره کړي.

افغان لوبډلې د سریلانکا په دغه سفر کې چې تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، درې پنځوس اوریزې او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې هیڅ سیالۍ نه ده ګټلې.

نور خبرونه

رادیو