د افغانستان او سريلانکا کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه نړۍواله شل اوريزه لوبه هم سرېلانکا د ۷۲ منډو په توپير وګټله.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه سرېلانکا لوبډلې د څلورو منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې وه.
د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دويمې نړۍوالې شل اوريزې لوبې بچه افغان لوبډلې وګټله او سرېلانکا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
سرېلانکا کرېکټ لوبډلې په شلو اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۸۸ منډې هدف وټاکه.
افغان توپ اچوونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي دوه - دوه سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په دویمه برخه کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۷ اورنو کې وسوځېدل او په ټولو يې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.
سرېلانکا دغه لوبه د ۷۲ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ دغه شل اوریزه لوبې په رینګرې ډامبالا نړۍوال لوبغالي کې تر سره شوې.
افغان لوبډلې سرېلانکا ته د دغه سفر پرمهال یوه ټېسټ، درې پنځوس اورېزې او دوې شل اوریزه لوبې ترسره کړې، چې هېڅ سیالۍ ونه ګټله.