د پاکستان کرېکټ غوره لیګ د نهم پړاو په پيل شويو سياليو په دویمه لوبه کې کوېټې کلېډيېټرز لوبډلې د ۱۶ منډو په توپير پېښور زلمو ته ماته ورکړه.
د پاکستان غوره لیګ دغه ۲۰ اوره سيالۍ پرون شنبه پيل شوې.
د پاکستان کرېکټ غوره لیګ (PSL) د نن یکشنبې د دویمې لوبې پچه پېښور زلمو لوبډلې وګټله او کوېټې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کوېټه کلېډيېټرز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورنو کې سيالې لوبډلې ته ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.
د کوېټې په لوبډله کې جاسون روی په ۴۸ توپونو ۷۵ او سعود شکيل په ۴۷ توپونو باندي ۷۴ منډې او تر ټولو اوږده ملګرتيا یې وکړه.
د پېښور زلمو لوبډلې سلمان ارشاد تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.
پېښور زلمو لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورنو کې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۶ منډو په توپير وبايلله.
د کوېټې لوبدلې توپ اچونکي ابرار احمد د پېښور لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه سيالۍ پرون شنبه د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونايټېډ په لوبه پيل شوې.
د سياليو لومړۍ لوبه اسلام اباد يونايټېډ په ۸ ويکټو له لاهور قلندرز لوبډلې څخه وګټل.
د پاکستان کرېکټ غوره لیګ دې ۲۰ اوريزه سياليو کې شپږو لوبډلو « پېښور زلمي، کوېټه کلېډيېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد يونايټېډ او کراچي کېنګز» برخه اخيستې، چې د مارچ مياشتې تر ۱۸ نېټې پوري به دوام وکړي.