طالبانو د دوحې سبانۍ غونډه کې د کډون لپاره خپل پلاوی تردې دمه ولې ځنډولی دی؟

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۸

څو باخبره سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې تر دې دمه د طالبانو شرایط د ملګرو ملتونو لخوا نه دي منل شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وزیر تېرو څو اوونیو کې د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو له استازو سره په لیدنو کې دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط روښانه کړي دي.

د طالبانو د کډون شرطونه

فغانستان انټرنشنل - پښتو ته څو منابعو وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د دوحې د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په اړه معلومات غوښتي و، خو مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وايي، د امیر خان متقي بله غوښتنه دا وه، چې د دوحې غونډه کې به د طالبانو هیت د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش سره ځانګړې ناسته کوي، خو د نوموړي دا غوښتنه هم رد شوې ده.

منابع وايي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه غوښتنه دا وه، چې په دغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه لیک له مخې د افغان کشالې د حل لپاره ځانګړی استازی نه ټاکي، خو منابع وايي چې دا استازی ټاکل کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښودلی، امیرخان متقي بهرنیو ډېپلوماټانو ته ویلي چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.

د دوحې غونډه کې د نورو غونډو په څېر د افغانستان لپاره د ټول ګډونه حکومت غوښتنه هم کېږي، خو طالبان د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو هیڅ کوم بحث ته چمتو نه دي او دوی هڅه کوي به نړيوالو ناسته کې د دوی په شتون کې دا غوښتنه مطرح نشي.

د دوحي له غونډې د طالبانو یوه تمه دا وه چې یوازې په دغه ناسته کې دې له طالبانو سره د تعامل او د رسمیت پېژندلو په اړه بحث او سلا مشورې وشي.

د طالبانو مشران د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار اړه بحث او یا هم د اجازه ورکولو غوښتنې په خپلو چارو کې د نړۍ لاسوهنه بولي.

په افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو او د ښځو پر وړاندې د پوهنتونو پرانیستل کېدلو ترڅنګ ښځو ته د کار کولو اجازه، هغه پرېکړې دي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په واک کې دي او د دې امر په مقابل کې د طالبانو د نورو مشرانو ودرېدل او یا هم مخالفت ناشونی کار دی.

په کندهار کې له ملا هبت الله سره لیدنه کې د قطر لوموړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره، چې په منځګړتوب یې د امریکا او طالبانو د سولې تړون وشو، په افغانستان کې د نجونو او د ښځو محدودیتونو په تړاو خبرې شوې وې، خو د طالبانو له کړو وړو داسې لیدل کیږي چې په خپله واکمنۍ کې د نجونو ښوونځی او پوهنتونونه نه پرانیزي او نه هم ښځو ته د کار اجازه ورکوی او په دې اړه د هیڅ هیواد فشار ته نه تسلیمیږي.

نور خبرونه

رادیو