په افغانستان کې د کرېکټ لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۸

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راتلونکې سې شنبه د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي.

په دوو ګروپورنو کې د ۱۲ ولايتي لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تر سره کېږي.

د کورني کرېکټ د ودې لپاره د دې سیالیو د ۱۵ پړاو۱۲ لوبډلې په«الف» او «ب» ګروپونو کې لوبيږي.

په الف ګروپ کې به « کابل، لغمان، فاریاب، خوست بي، ننګرهار بي او اې سي بي ايلېون» لوبډلې او په ب ګروپ کې به « ننګرهار، پکتيا، لوګر، بلخ، کابل بي او چېيرمېن ايلېون» لوبډلې سره ولوبيږي.

د پلان له مخې دا سیالۍ د مارچ پر شپږمه پای ته رسېږی.

نور خبرونه

رادیو