په پنجشیر کې د ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۶

د پنجشبر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ د ازادې غېږ نیونې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د پنجشیر د غېږنېونې فدراسیون له‌خوا د کابل او پنجشیر ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل د څلورو او د پنجشیر د پنځو کلپونو لوبغاړو ګډون درلود، چې په پایله کې د پنجشبر ولایت د ۶۰ بریاوو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو اتل شو.
د دغو سیالیو په پای کې د پنجشیر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له‌خوا غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شول.

نور خبرونه

رادیو