افغان کرېکټ لوبډلې له سرېلانکا پرلپسې درېیمه ماته وخوړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۵

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن په درېیمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا له ملي لوبډلې د اوو وېکټو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۲۶۷ منډې هدف وټاکه؛ خو سریلانکا دا هدف په ۳۶ اور کې پوره کړ.

د سرېلانکا په کوربتوب دا په درېیو پنځوس اوره لوبو کې د افغان لوبډلې درېیمه پرلپسې ماته ده.

افغانستان تر دې وړاندې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو بایللې وه.

تر دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه هم د سریلانکا پر وړاندې وبایلله.

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ هم لري چې روانې فېبروري میاشتې په ۱۷مه پیليږي.

نور خبرونه

رادیو