د سیستان او بلوچستان د سرحدي ساتونکو د قوماندانۍ ټولنیز مرستیال په تېرو ۷۲ ساعتونو کې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په ګډو پولو کې د ۲ زره ۲۸۵ بې اسناده افغانانو د نیولو اعلان کړی.
د سیستان او بلوچستان د سرحدي ساتونکو قوماندانۍ ټولنیز مرستیال علي رضا فضلي د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۳مه) رسنیو ته ویلي چې، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران ـ افغانستان پر پوله د افغان کډوالو د نا قانونه ننوتلو مخه نیولې ده.
دغه ایراني چارواکي ویلي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې ۲ زره ۲۸۵ افغان کډوال هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د قانوني اسنادو پرته د دغه هېواد مرکزي سیمو ته د ننه شي.
علي رضا فضلي ویلي، چې بهرني وګړي دې ایران ته د ننوتو، پاتې کېدو او وتلو لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلي او د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله به له ایرانه و اېستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په ایران کې د مېشتو وګړو شپږ سلنه افغانان جوړوي.
په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي اعلان کړی، چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو اوسېدل منعه شوي دي.