سرېلانکا له افغانستان څخه د نړۍوالو يوه ورځنيو سياليو دويمه لوبه هم د ۱۵۵ منډو په توپير وګټله او د درېیو لوبو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۴۲ منډو په توپير پر سرېلانکا بايللې وه.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ نن یکشنبه د لوبې پچه سرېلانکا وګټله او افغانستان ته يې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
سرېلانکا په ۵۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۳۰۹ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکايي لوبغاړي اسالانکا تر ټولو ډېرې (۹۷) منډې جوړې کړې.
په افغان لوبډله کې بيا عظمت الله عمرزي درې سرېلانکايي توپ وهونکي وسوځول.
د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډلې په يو بال کم ۳۴ اوره کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او ټاکلي هدف ته یې ځان ونه شو رسولی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د نړۍوالو يوه ورځنيو درېيو سيالیو وروستۍ لوبه به د فېبرورۍ په ۱۴مه ترسره شي.