د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع اعلان وکړ، چې د سلواغې د میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې یې شل زره افغانان له دغه هیواده ایستلي او طالبانو ته یې سپارلي دي.
ايلنا خبري اژانس د ښاغلي شجاع له قوله لیکلي دي، چې دغو کډوالو د اوسیدو معتبر جواز نه درلود.
ايلنا د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۱ مه په یوه راپور کې لیکلي، چې دا کډوال د دوغارون -اسلام کلا پولې له لارې "استول شوي" او د طالبانو استازي ته سپارل شول.
د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، افغانان باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي، که نه نو له دوی سره به جدي چلند وشي.