د جوزجان ولایت په دو کوه ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه لوبې په جوزجان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې امریت په همکارۍ د بلخ، فاریاب او جوزجان ولسوالۍ د ۶۰ لوبغاړو په ګډون د ځوانانو د عمر په څو کټګوریو کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د جوزجان لوبغاړو لومړی مقام، د فاریاب دویم او د بلخ لوبغاړو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د دغو سیالیو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.
د دغو سیالیو د تراسراوي موخه په ګاونډیو ولایتونو کې د کورش سیمهییزې لوبې وده ښودل شوې.