د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له سریلانکا سره د افغان لوبډلې د یوازینۍ ټیسټ سیالۍ وروسته په خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې د ابراهیم ځدراڼ ۱۱۴ منډې او له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ د افغان لوبډلې برلاسي هیله بښونکي وه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانټن ټراټ له سریلانکا سره د افغان لوبډلې د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ وروسته یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې، که افغان لوبډله ټېسټ کرېکټ وکړي نو وبه ګورئ چې په دې فارمټ کې به په چټکۍ لکه د نورو فارمټونو په شان وده وکړي.
په دغه یوازینۍ ټېسټ سیالۍ کې افغان لوبډلې له سریلانکا لوبډلې څخه په لسو ویکیټو ماتې وخوړه.
جانټن ټراټ وویل: «په اوس وخت کې تاسو په شل اوریزو او پنځوس اوریزو فارمټونو کې وګورئ موږ څومره ښه لوبه کوو، او موږ کولای شو غوره استعدادونه و مومو، موږ دلته سریلانکا ته راغلو او له سریلانکا سره اوږه پر اوږه ولوبېدو او په پرونۍ لوبه کې زموږ واکمني د راتلونکي لپاره هیله بخښونکې نښې ښیې.»
نوموړی وايي په افغان لوبډله کې ډیر داسې لوبغاړي شته چې د ټېسټ کرېکټ وړتیا لري خو هغوی په لیګونو کې لوبیږي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه چې د روانې فبرورۍ په میاشت کې له ایرلیند سره د یوې ټېسټ سیالۍ لپاره غوره لوبډله وټاکي.
د افغان لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ د ابراهیم ځدراڼ د ۱۱۴ منډو په اړه وویل: «پرون هغه ټوله ورځ په میدان کې تیره کړه، هغه د لوبې په دریمه ورځ سهار د رطوبت او تودوخې سره ښه ډګر ساتنه وکړه، هغه ذهني ځواک لري. د ډګر ساتنې تر څنګ یې ۱۱۴ منډې وکړې د یو ځوان په توګه هغه د اعتبار وړ لوبغاړی دی.»
افغانستان خپله یواځینۍ ټېسټ سیالي په لسو ویکیټو سریلانکا ته بایلوده په دغه سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او رحمت شاه زرمتي د توپ وهنې او نوید ځدراڼ د توپ اچونې په برخه کې له نورو لوبغاړو ښه وځلېدل.