د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه نن د سریلانکا په کوربهتوب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې پېلېږي.
دا د افغانستان اتمه ټېسټ لوبه ده؛ خو سریلانکا بیا تر ۱۱۰ زیاتې ټېسټ لوبې ترسره کړې دي.
د سریلانکا سره د افغانستان دا لومړنۍ ټېسټ لوبه ده، چې نن د افغانستان په وخت د سهار په نهو بجو پیلېږي.
په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري به حشمت الله شاهدي کوي.
راشد خان د ملا د عملیات له امله چې اوس د رغېدو په حال کې دی، د ټېسټ په دغې لوبه کې نه لوبېږي او د هغه پر ځای یې قیس احمد په سکواډ کې نیولی دی.
د دغې لوبې لپاره د افغانستان په سکواډ کې حشمت الله شاهدي، رحمت شاه، اکرام علي خېل، محمد اسحاق، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، قیس احمد، یمین احمدزی، ظاهرخان، ضیا الرحمن اکبر، عبدالمالک، بهیرشاه، ناصر جمال، نجات مسعود، محمد سلیم صافی او نوید ځدراڼ شامل دي.
تر دې وړاندې افغان کرېکټ بورډ ویلي و، چې له سریلانکا وروسته په روان کال کې شپږ نورې ټېسټ لوبې هم په پام کې لري.