له هغه وروسته چې په دې وروستیو کې د طالبانو لهخوا په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور ښځې او نجونې ونیول شوې؛ په کابل کې یوشمېر ښځې او نجونې له ډېرې وېرې له کوره د باندې نه وځي.
ارزو چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې ژوند کوي وايي:« که څه هم پوهېږم چې حجاب مې مراعت کړی؛ خو بیا هم له دې وېره لرم، چې د جامو رنګ او یا کوم بل څه مې پر طالبانو بد ولګېږي او ما ونه نیسي.»
د هغې په وینا:« لاتراوسه د رسنیو له لارې د طالبانو لهخوا په دې اړه مالوماټ نه دي ورکړل شوي، چې څه ډول حجاب د طالبانو د خوښې سره سم دی، موږ هم په دې اړه هر ډول خبرې اورو. ځینې خلک وایي، چې ان دوی د بوټانو له رنګ سره ستونزه لري.»
د ارزو تر څنګ رونا هم د دغه وضعیت له امله کړېږي.
رونا چې د کابل په مکروریانو کې اوسېږي وایي:« له کله نه چې طالبانو زموږ له سیمې نجونې ونیولې په کور کې نارینهوو موږ ته وویل، چې نور له کوره د باندې مه وځئ.»
هغه وایي، چې ان اوس د خپلوانو کور ته هم له وېرې نه شي تللای او کورنۍ یې له کوره د باندې منعه کړې چې طالبان یې ونه نیسي.
له بلې خوا د طالبانو دغه نیونې د کابل په ځینو بازارونو هم بدې اغېزې کړې دي.
په کابل کې د ځینو بازارونو هټۍوال وایي، چې اوس یې پېرودونکې ډېرې کمې شوې دي او د پخوا په شان یې بازارونه ګرم نه دي.
احمد شکیب چې په کابل ښار کې د سپینو زرو هټۍ لري وایي، چې که څه هم په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بازارونه پېکه شوي وو؛ خو اوسمهال هیڅ پېرېدونکې نلري.
هغه وایي، تر دې وړاندې یې ډېری پېرېدونکې ښځینه وې؛ خو د طالبانو له دغه ګامه وروسته د دوی کاروبار په ټپه درېدلې او بازارونه ډېر ساړه شوي، ان اوس په بازار کې نجونې او مېرمنې نه ښکاري.