د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټکوانډو ملي فدراسیون ۱۳ کسیزه ډله د فوجېرا اوپن په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
دغه سیالۍ د متحده عربي امارتو په دوبۍ ښار کې د فبرورۍ په ۴مه پیلېږي.
افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې د تنکيو ځوانانو او لویانو په ډلو کې لوبې تر سره کړي.