د افغانستان کرېکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې د يوې ټېسټ لوبې لپاره د ۱۶ کسيزې افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
تر دې لوبې وروسته به افغان لوبډله د سرېلانکا سره درې نړۍوالي يو ورځنۍ او درې شل اوريزه لوبې هم ولري.
افغانستان کرېکټ بورډ نن دوشنبه د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې د سريلانکا سره به په يوه ټيسټ لوبه کې ولوبيږي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، چې لوبډله د دې ادارې غوراوي کمېټې ټاکلې او تمه لري، چې مثبته پايله به ورکړي.
د سرېلانکا سره مخ افغان لوبډله به د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ لوبه تر سره کړي.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې دغه لوبډله غوره کړې ده: « لوبډلمشر حشمت الله شهيدي، اکرام علي خېل او اسحاق رحيمي ويکيټ ساتونکي، ابراهيم ځدران، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهيرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتين، ضياء الرحمن اکبر، يمين احمدزی، نجات مسعود، سليم ساپی او نويد ځدراڼ.»
د افغانستان او سرېلانکا دغه ټيسټ لوبه به د «فېبروري په ۲ مه» د راتلونکې جمعې په ورځ د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شي.
افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې تر دې لوبې وروسته به د سرېلانکا سره د درېيو نړۍوالو یو ورځنيو او درې نړۍوالو شل اوریزو لوبو لپاره به هم افغان لوبډلې اعلان شي.