د جنګسالارۍ کلمه د افغانستان د فرهنګ یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده؛ خو د دغه کلمې د ريښو په اړه ډېر څه نه دي لیکل شوي.

کله چې د جنګسالار کلمه فکر ته راځي؛ نو د ډېرو هدف د جنګي ملېشو قوماندانان او ټوپک مار وي؛ خو حال دا چې د ټولنې ډېرو نورو طبقو کې هم جنګسالاران شتون لري.

د جنګسالارې فرهنګ مخینه یوازې په تېرو پنځو لسیزو کې وده نه ده کړې بلکې دغه فرهنګ تر دې وړاندې هم موجود و؛ خو د هغه وخت جنګسالارانو ظلمونه ډېر نه دي ثبت شوي او یوازې افسانوي کیسې یې پاتې دي، چې تر ډېره د هغوی د تورې او مېړانې په اړه دي.

د جنګسالارۍ فرهنګ د قانون ماتولو، ظلم او بې عدالتې فرهنګ ته وایي.

د جنګسالارۍ د فرهنګ سره فساد په خپله زیاتیږي. د ځان په ګټه د خپل قدرت یا صلاحیت نه ناوړه ګټې اخیستنې ته فساد وایي. د اداري فساد نه پرته، د فساد نور ډولونه هم شتون لري. د فساد په تعریف کې خاصه طبقه د ټوپک والاو یا جنګسالارانو نه ده یاده شوې بلکې هر څوک که د خپل وظیفوي، علمي، فرهنګي، دیني، قومي او اقتصادي قدرت نه په استفادې سره د ځان په ګټه او د نورو په تاوان استفاده کوي او قانون ماتوي، هغوی ټول د جنګسالارانو او فاسدینو په ډله کې حسابیږي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د مشرۍ پر څوکۍ د جنجال یو انځور

یعنې په خپله ساحه کې که هر څوک د قانون ماتولو فرهنګ ترویجوي، د جنګسالارانو غوندې اکټونه، ژوند او فساد کوي، ټول د جنګسالارانو په ډله کې راځي.

د ډاکټر د معاینه خانې د پياده نه نیولې چې د نوبت په ورکولو د مریض په سر لس افغانۍ اخلي تر ولسمشر پورې، او همدا شان د جومات د ملا، ملک، معلم، تجار او د ولس هر طبقې غړي که د خپل قدرت او صلاحیت نه ناوړه ګټه اخلي، دا ټول فساد او قانون ماتولو کې شمېرل کیږي.

کله چې د جنګسالارۍ فرهنګ او فساد عام شي؛ نو بیا د بېروکراسۍ د کنټرول نه خبره ووځي او یو لوی فرهنګي تغیر ته اړتیا پيدا کیږي.

دلته د شالید یا مقدمې په توګه د جنګسالارۍ ریښو او د جنګسالارانو یو څو ډولونو یادونه کوم.

په افغانستان کې د واک واګي همېشه د ټوپک په زور نیول شوي او د ټوپک په زور ساتل شوې دي. د ټوپک په زور قدرت نیول او ساتل په خپله جنګسالاران زیږوي. که تېرو پنځو لسیزو ته نظر واچوو، د داود خان د کودتاه نه وروسته، په بېلابېلو نومونو د ټوپک فرهنګ په افغانستان کې تقویه او حاکم شو. دا د دې معنا نه لري چې مخکې له هغې جنګسالاران نه وو او یا نه دي تېر شوي.

په فارسي ژبه کې ورته قلدور وایي، چې په هر وخت کې قلدوریان موجود و.

د داود خان کودتا د ټوپک په زور کامیابه او د له هغه وروسته یو شمېر ټیټ رتبه افسران وزارتونو ته په رسېدو سره لوړې رتبې ترلاسه کړې او د جنرالانو شمېر ډېر شو.

د خلق ګوند ډیکتاتوري د ټوپک په زور رامنځته او د ټوپک په زور یې حکومت کاوه. د رتبو تورم او د ملیشه يې جنرالانوزیږول پیل شول.

د مجاهدینو قدرت د ټوپک په زور رامنځته او د قوماندان سالارۍ فرهنګ حاکم شو. په دغه دوره کې هم د ملیشه یي جنرالانو شمېر ډېر شو.

د طالبانو لومړنی حاکمیت د ټوپک په زور رامنځته او د ملاکراسۍ فرهنګ حاکم شو. په دغه دوره کې هم د ملېشه یي قوماندانانو تورم د ملا او اخوند په نومونو جارې وساتل شو.

د طالبانو لومړۍ دوره د ټوپک په زور پای ته ورسیده؛ خو د موقت حکومت نه وروسته که څه هم جمهوریت د رایو په اساس رامنځته شو؛ خو د تېرو دورو ملیشه یي قوماندانانو او جنرالانو رول پکې غوښن و. د جنګ د دوام له امله بیا هم د ټوپک فرهنګ حاکم و. ځینو د مدني ټولنو فعالانو او ژورنالستانو به هم ټوپک ګرځاوه.

په دغه دوره کې د تېرو دورو د جنګي ملیشه یي جنرالانو سربېره، تشکیلاتي تورم نور هم وپړسېده او د تدریجي پرمختګ پرته، نوې جنرالۍ وویشل شوې.

شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې طالبان یو ځل بیا د ټوپک په زور واک ترلاسه کړ، او لا یې هم د توپک په زور ساتي. ملا کراسي دوام لري او د بوشکو نوي جنګسالاران او جنرالان مخ په زیاتیدو دي.

په دې توګه تېرو پنځو لسیزو کې په افغانستان کې ډیر سیاسي تحولات رامنځته شول؛ نو نوي - نوي جنګسالاران په بېلابېلو بڼو هم ظهور وکړ لکه:

  • سیاسي جنګسالاران
  • جنګي جنګسالاران
  • دیني او مذهبي جنګسالاران
  • قومي جنګسالاران
  • د مواد مخدر، جنایي جرمونو مافیایي جنګسالاران
  • د فرهنګي او مدني ټولنو جنګسالاران
  • د جنګي اقتصاد جنګسالاران ( تجاران) او داسې نور

زما په اند په دې جنګسالارانو کې د فرهنګي او مدني ټولنو جنګسالاران د ټولنې او د افغانستان د ثبات لپاره تر نورو ډېر خطرناکه دي او وو.

په ۲۰۱۰م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې د لومړي ځل لپاره دا طبقه د مدني ټولنو د جنګسالارانو " Civil Society Warlords " په نوم او کله چې د ننګرهار والي وم، دوی مې د هاها ډلې په نوم یادول.

ولې د فرهنګي او مدني ټولنو جنګسالاران د ټولنې لپاره د هرې بلې ډلې په پرتله خطرناکه دي؟

د مدني او فرهنګي ټولنو جنګسالاران د ټولنې لپاره ځکه خطرناکه دي، چې دوی د ولس فکرونه او ذهنونه ملوث او په ټولنه کې بې اعتمادي رامنځته کوي. کله چې په یوې ټولنه کې فکرونه ملوث وي، بې اعتمادي شتون ولري، ذهنونه د یو بل منلو ته تیار نه وي، په هغه ټولنه کې هیڅکله ثبات نه رامنځته کیږي او دا فرق نه کوي، چې څه ډول سیسټم او نظام په هغه ټولنه حاکم دی.

د مدني ټولنې جنګسالاران په فساد کې تر نورو نه کم نه دي. د استخباراتي حلقو سره نږدې اړیکي لري او د هغوي پلانونه عملي کوي. د جمهوریت په دوره کې د دوی کش و فش د جنګسالارانو څخه زیات و.

دفترونه یې د امنیتي کمپنیو له خوا ساتل کېدل او په زرې موټرو کې به ګرځيدل. همېشه به یې بانډارونه او شب نشینې‌ګانې کولې او په دې توګه به یې چارواکي بدنامه کول او د خپل نفوذ لاندې د راوستلو هڅه به یې کوله. دوی به همېشه په کورنیو او نړۍوالوکنفرانسونو او مجالسو کې برخه اخستله، د سفارتونو په میلمستیاو کې به یې ګډون کاوه او د حکومت په ضد به یې په هېواد کې دننه او بهر منفي تبلیغ کاوه.

د مدني ټولنو جنګسالارانو هم د جمهوریت پر وخت کې او هم اوس زیاتې رسنۍ په خپل کنترول کې لري. د بیان د ازادۍ څخه په ګټې اخیستو سره د جمهوریت په ضد روانې جګړې کې د مدني ټولنې جنګسالارانو او نیکټايي داره طالبانو خاص رول درلوده.

د مدني ټولنو جنګسالارانو د لوړو مصارفو او د سرمایې مدرک د فساد د بېلابېل ډولونو څخه و. دوی به د حکومت د لوړپوړو چارواکو او نورو جنګسالارانو څخه هم باج اخسته.

د فساد لپاره به یې خپل ملګري په لوړو چوکیو ګومارل او د حکومت په دننه کې به د یوې مافیایي شبکې په شان د یو بل ملاتړ کاوه.

په هېواد کې دننه او بهر به چې دوی په کنفرانسونو کې برخه اخیستله، ټولې نیمګړتیاوې به یې د حکومت په مشرتابه اچولې او خپل ځانونه به یې ملایکې او پاکو انسانانو په دود معرفي کول. دا د حکومت ضعف هم و، چې د قانون د تطبیق پر ځای یې د دوی نا مشروع غوښتنې منلې او د قانون په چوکاټ کې یې ترې حساب او کتاب نه اخیسته.

له بده مرغه هغه وخت حکومت قاطع دریځ نه درلود او زیاتو مهمو کسانو د خپلو نیمګړتیاو او یا غلطو پالیسیو د پټولو په خاطر دوی ته باج ورکاوه. ځينې لوړ پوړو چارواکو فیسبوکي ګروپونه هم درلودل چې د هغوي لپاره به یې لیکنې کولې او د فیسبوک د هاها ډله به یې تقویه کوله.

کومو چارواکو به چې فیسبوکي ګروپونه درلودل، په خپلو منځو کې د رقابت او یا ګټو له امله د دوی فیسبوکي ګروپونو به د یو بل په ضد منفي تبلیغ کاوه او د دوی تر منځ به فیسبوکي جګړې روانې وې، چې د مشرانو فکرونه یې مغشوش کړي وو.

په دې توګه د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ د همکاری روحیې شتون نه درلوده او ټول په یو بل شکي او بې اعتماده و. په مجازي فضا کې اوس هم د تېرې دورې یو څه اثرات شتون لري او دغه پخواني چارواکي لا هم پر یو بل تورونه لګوي.

د پارلمان غړي هم په همدې مرض اخته وو. حتا قراردیانو او تجارانو به هم مدني ټولنې او فیسبوک چلونکې درلودل چې خپل رقیبان بدنامه کړي.

د پورته وضاحت څخه وروسته راځم په اصلي موضوع باندې چې د جمهوریت د سقوط څخه وروسته همدغه مدني جنګسالارانو بیا مجازی فضاء نهایته زیاته ملوثه او د افغانانو تر منځ بې باوري یې د پخوا په پرتله نوره هم زیاته کړې ده.

د دوی او د طالبانو او جنګسالارانو د نوو ډولونو تر منځ هېڅ توپیر نه شته ځکه دوی هم هره ورځ د طالبانو غوندې د بې اتفاقۍ او د افغانانو د بدنامولو نوې سوژې وړاندې کوي. لکه څنګه چې طالبانو د افغانستان د افتخاراتو او ملي هویت د له منځه وړولو پسې راخستې، دوی هم د افغانستان د افتخاراتو او ملي هویت د له منځه وړولو سوژې مطرح کوي.

هر افغان چې د افغانیت پلوی وي، که د هر قوم وي، د دوی لپاره د منلو وړ نه دی. پښتانه ټول فاشست او طالب ګڼي حال دا چې همدا مفکوره چې یو قوم د بل قوم نه برترې ولري، پخپله فاشستي نظریه ده.

لکه څنګه چې د طالبانو پلویان هرچاته کنځلې کوي، دوی هم هر افغان ته چې یو پنځه کسه پرې راټولیدلې شي، د فاشست او خاین په څېر القاب استعمالوي.

د جمهوریت د سقوط د ډېرو عواملو څخه یو مهم داخلي عامل همدغه فرهنګي جنګسالاران وو. اوس هم دوی افغانان نه پرېږدي چې په یوه ټغر سره راټول شي او د طالب پر ضد متحده مبارزه وکړي. په حقیقت کې دوی او طالبان د یوې سکې دوه مخونه دي او هېڅ فرق سره نه لري.

هغه کسان چې د جمهوریت په وخت کې به همېشه د دسترخوان په بر سر کې ناست وو، اوس وایي چې افغانستان او افغانیت نه منو. ښه چې افغانستان او افغانیت نه منئ؛ نو بیا خو د غیر افغان سره د افغانستان په مسایلو بحث نه دی پکار.

د افغان په نوم اوس هم امتیاز اخلي اما افغانیت نه مني. له بده مرغه دغه مدني‌ افراطي جنګسالاران په هر قوم کې شته تر څو د قومونو احساسات راوپاوري، اوبه خړې او دوی پکې خپل ماهیان ونیسي.

د طالبانو له شتون نه د دوی شتون د افغانستان لپاره لا ډېر خطرناکه دی، ځکه دوی هم د طالبانو په راتګ کې شریک وو او هم د طالبانو د دوام او بقا لپاره زمینه مساعدوي.

په کابل کې د مېرمنو د لاریون انځور

د افغانانو حیثیت ته پورته جنګسالارانو سخته صدمه رسولې ده. نن سبا نه دافغانستان ملا اعتبار لري نه هم عام وګړی، نه تعلم کړی او نه تجار، نه مدني او نه غیر مدني، نه چارواکي او نه لیکوالان. یوه سلاته جوړه شوې ده چې د ښو او بدو فرق نه کیږي.

په دغه ناولي ګرداب کې افغانان ښکیل شوي او نه شي‌ کولای چې ځانونه د دغه ګرداب د خبیثه دایرې څخه راوباسي ځکه یو په بل اعتماد او اعتبار د لاسه ورکړي دی. که نیمایي تورونه سم وي؛ خو نیمایې نور یې غلط دي. دغه تا ویلو ما ویلو له افغانانو څخه لار ورکه کړې ده.

حل لار:

افغانانو د احساساتو په بنیاد جنګونه کړي او نظامونه یې چپه کړي دي؛ خو په نظام جوړونه کې همېشه پاتې راغلي دي. احساساتي ولسونه په دین سر ورکوي خو په دین ځانونه نه پوهوي. احساساتي ولس د وطن مینه په زړونو کې لري؛ خو د وطن ساتلو چل نه ورځي. احساساتي ولس د نورو په مقابل کې ښه جنګیدلې شي؛ خو د خپلو هېوادوالو سره په شریکه په خپل وطن او خاوره کې سوله يیزه ژوند نه شي کولی. کله چې د عقل او احساساتو تر منځ توازن نه وي او احساسات په عقل غلبه ولري، د هغه ټولنو څخه څه نه جوړیږي.

که افغانان غواړي چې د موجوده بحران نه ځانونه وکاږي، زما په اند دا مهمه ده، چې افغانان په بهر او د ننه هېواد کې په مجازې فضا کې او هم په ټولو برخو کې چې هر چیرته وي، په فکري لحاظ سره متحد شي. ضرور نه ده، چې ټول دې د یو چتر لاندې منسجم شي. هغه څوک چې اافغانستان او فغانیت نه مني، یا قومي، سمتي او ژبني مسایلو ته لمن وهي او د فرهنګ په نوم فاشستي نظریات خپروي، ټول باید په شریکه د دوی په مقابل کې واضحه دریځ ونیسي. د دغه اشخاصو په نښه کول مشکل کار نه دی. هر هغه څوک چې د لاندې اصولو مخالف وي، هغوي د أفغانستان د ګټو مخالف دي او باید وغندل شي.

  • هر څوک چې د افغانستان د تمامي ارضیت او حاکمیت په ضد خبره کوي، هغوي باید وغندل شي.
  • ټول افغانان چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسیږي، مساوي حقوق لري او افغانان دي. که څوک افغانیت نه مني؛ نو له هغوی سره خبرې اترې هم ګټه نه لري.
  • افغانستان د ټولو قومونو چې په هره ژبه خبرې کوي، ګډ کور دی. هیڅوک دا حق نه لري چې یو قوم ته په بل قوم ترجیج ورکړي او یا ورته ووایي چې افغانستان ستاسې خاوره نه ده. داسې کسان باید وغندل شي.
  • دا چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی؛ نو ټول افغانان د طالبانو په شمول دا حق لري چې په افغانستان کې سیاست، کار او ژوند وکړي. البته دا د یو اساسي قانون په نه شتون کې امکان نه لري چې د ټولو افرادو حقوق تضمین شي.

د افغانستان مسایل د جنګ له لارې نه حل کیږي.د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. یوازینۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې دي، چې د راتلونکې لپاره تګلاره جوړه شي، چې څنګه یو مشروع او قانونمند حکومت د اساسي قانون په درلودلو سره رامنځته شي. که طالبان او یا نور کسان او ډلې د دې طرحې مخالفت کوي، باید وغندل شي.

زما په اند؛ د پورته مشخصو اصولو په چوکاټ کې هر افغان باید د خپل فکر او سوچ نه کار واخلي. د احساساتو په بنیاد مرده باد او زنده باد ونه وایي، چې د کرېکټ د لوبو په شان چې کله ټیم لوبه وګټې؛ نو د کرکټ ټیم قهرمانان دي او که لوبه یې وبایلله نو بیا د غندلو دي.

په یوه ورځ کې د یو کس او یا ډلې څخه قهرمان او یا خاین جوړ نه کړو؛ بلکې سیاسي ژوند د شګو مزل دی کله به مزل تېز وي او کله به ورو؛ خو د یو بل زغمل او د پورته اصولو په چوکاټ کې حمایت او مخالفت به عقلاني تګلاره وي، چې افغانان او افغانستان د موجوده بحران څخه ووځي او د راتلونکې بحرانونو مخه ونیول شي.

لیکوال: شاه محمود میاخېل؛ د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د ننګرهار پخوانی والي

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو