د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست لهخوا د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار معلم اول گل لوبغالي کې د لسو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ تر سره شوې.
په دغو سیالیو کې له جلال اباد ښار او ولسوالیو څخه ۲۰ ورزشکارانو د یوه بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.
دا سيالۍ په داسې حال کې ترسره شوې، چې شاوخوا څو اونۍ وړاندې د ياد ولايت په کچه د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ هم تر سره شوې وې.