د طالبانو د بدني روزنې اداره وايي، د لوګر کې د ورزش ادارې له لوري د سوېل ختیځ زون د پنځو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالیو اتلولي پرون خوست لوبډلې په خپل نوم کړه.
په دې څلور ورځنیو سياليو کې د غزني، پکتيا، خوست، پکتيکا او د کوربه ولایت لوګر واليبال لوبډلو برخه اخيستې وه.
د سیاليو وروستۍ لوبه کې د خوست کوربه لوبډلې لوګر «ب» ته د ۳ د ۲ ميدانو په توپير ماته ور کړه اود دې سياليو ګټونکې شو.
په دې سیالیو کې د لوګر ب لوبډلې دویم او الف لوبډلې دریم مقام وګاټه.
د لوګر د بدنې روزنۍ ادارې د مطبوعاتې څانګې په خبره، دا سيالۍ د واليبال درېیم پړاو اتلولۍ لیګ ته د غوره لوبغاړو ټاکل او پېژندل وو.