له ۱۹کلنو کم عمره د کرېکټ نړۍوال جام؛هند د ایرلنډ او زیمبابوې د اسټرالیا په وړاندې لوبېږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړۍوال جام کې دفاعي اتله لوبډله هند که نن له ایرلنډ څخه لوبه وګټي؛ نو د روان نړۍوال جام شپږ غوره لوبډلو ته به لاره پیدا کړي.

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکت نړۍوال جام په دوام نن پنجشنبه د (سلواغلې ۵مه) دوه لوبې تر سره کېږي.

په ننیو سیالیو کې د هندوستان لوبډله د ایرلنډ په وړاندې او زیمبابوې د اسټرالیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د هند او ایرلنډ د لوبډلو تر منځ د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکت نړۍواله شورا وايي، دفاعي اتل هند به د ایرلنډ په وړاندې په بریا سره د ټورنمنټ شپږ غوره لوبډلو پړاو کې خپل ځای خوندي کړي.

همدارنګه د زیمبابوې او اسټرالیا د نولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ د لوبې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.

دغو دواړو لوبډلو خپلې مخکنۍ یوه، یوه لوبه ګتلې ده.

خو د کرېکټ نړۍوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپلې دوه پرله پسې لوبې پاکستان او انګلنډ ته بایللې دي او را روانه لوبه سبا له نېپال سره کوي.

نور خبرونه

رادیو