د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله لس ورځې وروسته له سریلانکا سره ۷ لوبې تر سره کوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، افغان ملي لوبډله په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، افغان اتلان په سریلانکا کې د ټولو فارمټونو په زړه پورې لوبلړۍ ته چمتوالی نیسي چې د فبرورۍ په دویمه نېټه له مهال وېش سره سم یوه ټېسټ لوبه هم تر سره کېدونکې ده.

په دغه لوبلړۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې تر منځ ۷ لوبې تر سره کېږي.
افغان ملي لوبډله به د فبرورۍ له دویمې نېټي تر ۶ مې د سریلانکا لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه تر سره کړي او د همدې میاشتې له نهمې نیټې تر ۱۴مې نیټې درې یو ورځنۍ لوبې تر سره کوي.
د افغانستان د کرېکت بورډ له لورې په خپاره شویو معلومات کې ویل شوي، چې د فبرورۍ میاشتي له ۱۷مې نیټې تر ۲۱ مې نیټې به درې شل اوریزي لوبې تر سره شي.
له سریلانکا سره د دغې لوبلړۍ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشري به د راشد خان او د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشري به د حشت الله شاهدي په غاړه وي.
د کرېکټ څارونکي وايي، سریلانکا ته د افغان لوبدلې یاد سفر به د ډېرو لاسته راوړنو ډک وي.

نور خبرونه

رادیو