د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن د پاکستان پر وړاندې لوبېږي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳۰

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام سیالیو په دویمه ورځ نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې پیلوي.

دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې پیلېږي.

د افغانستان تر څنګ نن سکاټلنډ د انګلنډ پر وړاندې او هند د بنګله دېش پر وړاندې لوبېږي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام سیالۍ تېره ورځ په سویلي افریقا کې پیل شوې، چې د ۲۳ ورځو لپاره به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ پرون سویلي افریقا په ۳۱ منډو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او اېرلنډ بیا په اوو وېکټو د امریکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نور خبرونه

رادیو