له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې پاکستان له افغانستان د ۱۸۱ منډو په توپير لوبه وګټله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د کرېکټ نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان د ۱۸۱ منډو په توپير ماته وخوړه

د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړيوال جام سيالۍ په سويلي افريقا کې پرون پيل شوې او د راتلونکې میلادي میاشتې تر لسمې به روانې وي.

د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې پیل کړه.

د پاکستان لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو افغان ځوانانو ته ۲۸۴ منډې هدف وټاکه.

افغانستان دغه هدف پوره نه کړ او په ۲۶.۲ اور کې يې خپل ټول لوبغاړي د ۱۰۳ منډو په جوړېدو وسوځېدل.

افغانستان خپله دغه لومړۍ لوبه د ۱۸۱ منډو په توپير پر پاکستان وبايلل.

پاکستاني پيليز لوبغاړي شاهزيب خان په ۱۲۶ توپونو ۱۰۶ تر ټولو ډېري منډې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې خليل احمد تر نور ښه توپ اچونه وکړه او د پاکستان ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام په سياليو کې به افغانستان خپله دوهمه لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ د نيوزيلنډ سره تر سره کړي.

نور خبرونه

رادیو