نوي زیلنډ له پاکستان څلورمه شل اوره لوبه هم وګټله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۹

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن پاکستان ته په شل اوره لوبلړۍ کې څلورمه پرلپسې ماته ور کړه.

د پاکستان لوبډلې د پنځو لوبغاړو سوځېدو سره په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې نوي زیلنډ د دری ویکټو په زیان په ۱۸.۱ اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په نننۍ لوبه کې محمد رضوان د ۹۰ منډو جوړولو سره د پاکستان تر نورو لوبغاړو ښه وځلېد.

پاکستانۍ لوبډلې په توپ اچولو کې هم د نوي زیلنډ لومړني درې لوبغاړي تر شلو منډو جوړولو وسوځول، خو وروسته د کوربه لوبډلې لوبغاړو پښه ټینګه کړه او پاکستان ته یې ماته ور کړه.

نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

نور خبرونه

رادیو