د کرېکټ د ۱۹ کلنو ۲۰۲۴ نړۍوال جام سیالۍ نن د جنورۍ په ۱۹مه په سویلي افریقا کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چې د ۲۳ ورځو لپاره به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د جنورۍ په ۱۰مه لوبډله اعلان کړه.
په دغو سیالیو کې به د محمد نبي زوی حسن عیسی خېل هم د پیلیدونکي توپ وهونکي په توګه راڅرګند شي.
د حسن عیسی خېل ترڅنګ به په دغو سیالیو کې د راشد خان وراره عثمان شینواری هم د ورو توپ اچونکي په توګه ډګر ته راووځي.
د دوی دواړو ترڅنګ په دغې لوبډله کې به نصیرخان، نعمان شاه، زاهد افغان، بشیر احمد، خلیل احمد، فریدون داوودزی، الله محمد غضنفر، عرب ګل، علي احمد ناصر، وفي الله تره خېل، خالد تڼیوال، جمشید ځدراڼ، سهیل خان زرمتی او رحیم الله زرمتی هم ولوبېږي.
نن په دغه سیالۍ کې د سویلي افریقا لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې او د امریکا لوبډله د اېرلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شوې.
افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه سبا د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.