افغان باسکېټبال ویلچر لوبډلې له څلورو پرلپسې بریو وروسته اول ځل له ایرانه ماتې وخوړه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۸

د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې نن د ویلچر باسکېټبال اسیا جام سیالو کې له ایران د ۸۱ پر ۴۱ امتیازونو په توپیر سره ماتې وخوړه.
دا په روانو سیالیو کې له څلورو پرلپسې بریاو وروسته اول ځل دی چې افغان لوبډله ماتېږي.

افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې تر دې مخکې متحده عربي اماراتو، فلیپین، سعودي عربستان او نوي زیلنډ ته ماتې ور کړې وه.

د تایلینډ پلازمېنه بنکا کې د یوولسو اسیایي او ارام سمندر هېوادونو د ویلچیر باسکېټبال دا سیالۍ د جنورۍ پر ۱۲پیل شوې او تر شلمې به یې روانې وي.

په دغو سياليو کې د افغانستان د باسکېټبال ویلچر ملي لوبډلې له ١٥ لوبغاړو سره ګډون کړی دی.

نور خبرونه

رادیو