نيوزيلنډ له پاکستان د کرېکټ دوهمه شل اوره لوبه د ۲۱ منډو په توپير وګټله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه شل لوبه نيوزيلنډ د ۲۱ منډو په توپير وګټل.

نيوزيلنډ د دې سياليو لومړۍ لوبه د ۴۶ منډو په توپير ګټلې وه.

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ دغه پنځه شل اوره لوبې د نيوزيلنډ په کوربتوب په ايډين کرېکټ لوبغالي کې جريان لري.

پاکستان کرېکټ لوبډلې د دوهمې لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې هدف وټاکه.

د نيوزيلنډ پيليز لوبغاړي ۲۴ کلن پاين الين په ۴۱ توپونو تر ټولو ډېري ۷۴ منډي جوړي کړې.

پاکستاني تېز توپ اچونکي حرث روف د نيوزيلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۳ اور کې ۱۷۳ منډې جوړي کړې.

پاکستاني لوبغاړي بابر عظم په ۴۳ توپونو ۶۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او فخرزمان بيا په ۲۵ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې.

د نيوزيلنډ لوبډلې ۳۱ کلن ادم ميلني د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول.

دا د پنځو شل اوريه سیالیو دوهمه لوبه ده، چې نيوزيلنډ يې له پاکستانه ګټي.

د دې سياليو درېيمه لوبه به د رواني جنوري مياشتي په ۱۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو